عبدالرحمن مومند(مطلب بشتو) | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
عبدالرحمان مومند چې د افغانستان او د پښتونخوا د بلبل په توګه یې ټول پښتانه پېژنی. د پښتو ادب یو بې ساری صوفی شاعر وو. د هغه شاعری د ځانګړی سبک (تصوفی سبک) په لرلو سره د ټولو پښتنو د زړه څراغ بلل کېږی، دا ځکه چې په اورېدو سره یې د پښتنو زړونه روښانه کېږی. په پښتو ادب کې د عبدالرحمان بابا د شاعرۍ ونډه دغه ډګر جوت اغېزمن کړی او بډای کړی دی. تصوف د الرساله القشېریه لیکوال (امام ابو القاسم القشېری) لیکی چې په هره ژبه کې پاکی د تعریف وړ ده، او ناپاکی چې ددې ضد دى، د رټلو ده. نوموړې د رسول الله صلى الله علیه وسلم یو حدیث (ذهب صفو الدنیا) او کدورت باقی پاتې شو، نو ځکه اوس مرګ د هر مومن لپاره یوه ډالۍ ده. امام قشېری وایی چې دا نوم د صوفیانو په ډله باندې راغبرګ شو. نو ځکه د یو سړی لپاره ویل کېږی، چې (صوفی سړى). او د ډلې لپاره د (صوفیان سړی) او هغه څوک چې ځان دې ډلې سره نښلوی، د (متصوف) په نامه سره یادېږی (صوفی ورته نشی ویل کېداى)، او د ډلې لپاره د (متصوفه) ؤ لفظ استعمالېږی. د رحمن بابا مزار د هزارخوانۍ په هدیره کې دی کوم چې تقریباً د دوه کروړه رپو په لګښت باندې ډېر ښکلئ آباد کړی شوی دی او دغه مزار مرجع فلائق دی ځوانان ورلره راځی او بوډاګان هم د هزارخوانۍ په اوږده هدیره کې د رحمن بابا د مزار لپاره سفر کوی. شاعران او ادیبان ئې سلام له راځی نو عالمان هم ددغې ستر عالم او شاعر زیارت کوی، ملنګان پکې دېره دی. ډېر ښایسته مزار دې د مرمر د تیږو یو ښکلئ جومات هم په ډیره ښکلې نمونه باندې پکې جوړ دی. په مزار کې ئې د افغانستان د ادبی ټولنې له طرفه ډبرلیک لګېدلئ ده چې پرې په رحمن بابا هغه رالېږلئ شوی سلام لا تر اوسه شته.
رحمن بابا د خپلې زمانې نه تر اوسه پورې دومره یاد سړی دی چې چا د هغه د ژوند د حالاتو د جمع کولو کوشش نه ؤ کړی ولې چې هرچا پېژندلو خو د زمانې په ګرد ا غبار کې د هغه د ژوند حالات پټ شول او هغه د ژوند په باره کې ډېر اختلافات پېدا شول. عجب خان چې د رحمن بابا قصه بیان کړې ده هغه د یوې افسانې حېثیت لری د عقل او پوهې خاوندان د عجب خان د کتاب نه دا اندازه لګولئ شی چې دا یو شاعرانه تخیل دی د رحمن بابا د دوست «مجنون» سره مینه او د هغه په غم کې لیونئ کېدل د رحمن بابا د ورور، رحمن بابا په کوټه کې بندول او د مجنون د هندوستان د فقیر نه رحمن بابا لره په ربان کې برخه راوړل دا هر څه یوه ټوقه یو ګپ او د فصل هغه تودول ښکاری ولې چې رحمن بابا په خپل دیوان کې چېرته هم خپل دغه دوست چا چې د هغه د پاره دومره لویه قربانی ورکړې وه اشاره نه ده کړې او چې رحمن بابا ئې ذکر نه دی کړی بیا د رحمن بابا ددغه دوست هغه پټ حالات څرنګه څرګند شول چې د هغه او د رحمن بابا نه علاوه بل څوک نه ؤ خبر. غرض مې دا ؤ چې دغه هسې یوه افسانه ښکاری حقیقت دا دی چې رحمن بابا یو لوی عالم په قرآن او حدیث پوه د فقهې په علم پوره او د تصوف په لار کې کامل انسان وه هغه د علم صرف او نحو لوی استاذ اخون محمد یوسف ابن محمد یعقوب یوسفزی سره علم حاصل کړی ؤ د چا کتاب «شمة النحو» چې لاتر اوسه د درس نظامی په کورس کې شامل ده، مقبول او غوره کتاب دی، بله دا خبره اختلافی ده چې رحمن بابا غریب ؤ او که امیر نور رحمن بابا د غوریاخېل قبیلې سره تعلق لرلو او پلار ئې د خپل کلی مشر ؤ. عزیز خان چې د علاقې معزز او دولتمن ؤ هغه د رحمن بابا ورور ؤ. دا وه چې رحمن بابا لکه د خوشحال خان خټک غوندې سردار او د پوره علاقې مشر نه ؤ خو بیا هم د هغه فقیری او ملنګی د غریبۍ او د بې وسۍ په وجه نه وه بلکه هغه دا دُنیا بده ګڼله په دې وجه ددې دُنیا نه کناره شوی ؤ همدا وجه ده چې د هغې زمانې خلقو هم رحمن بابا په غریبۍ او په امیرۍ شمېره ځکه نو وئې ویل:
رحمن بابا او اُستاذان شاعرانخوشحال خان خټک:
رحمن بابا:
څومره یکسانیت دی څومره ښکلئ رحمن بابا د خوشحال بابا د شعر جواب ورکړئ دی. دغه شان قلندرخان قلندر یوسفزئ د ملاکنډ د اېجنسۍ د خانانو د معزز خاندان نه وه په ۱۱۰۲ هجری کې وفات شوی وه د هغه د غزل شعرونه دی:
رحمن بابا ددې غزل په ځواب کې وائی:
قلندرخان قلندر وائی:
رحمن بابا وائی:
دغه شان د خوشحال خان ځوی هجری متوفی ۱۱۰۶ هجری وائی:
رحمن بابا او مجازد رحمن بابا په باره کې دا ویل چې صرف یو نصیحت کونکئ شاعر وه، د دُنیا د نزاکتونو نه لرې وه نو دا غلطه ده رحمن بابا د دې دُنیا اوسېدؤنکئ یو حساس او نازک زړئ شاعر وه په هغه د دې دُنیا حُسن او رشتو اثر اچولو، د تُرکو د حُسن چرچې د هغه په شعرونو کې شته دی، حال دا ده چې اکثر شاعری ئې د تصوف د وحدت الشهور د عشق الهی او عشق محمدی نه ډکه ده خو بیا هم نرمې او نازکې جذبې ئې په شعر کې څرګندېږی کومې جذبې چې د یو عاشق د دُنیا د معشوقې سره وی لکه چې وائی:
رحمن بابا او دُنیا
که څه هم چې رحمن بابا د کلی د مشر ځوی وه او د عزیز خان غوندې خان ورور یا تُربور ئې لرلو خو بیا هم رحمن بابا ددې دُنیا نه کناره کش وه او دا څنګه چې د آقا حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په باره کې حدیث راغلئ دی چې د وفات په وخت ئې نه درهم په کور کې وه نه دینار او څنګه چې د حضور (ص) حدیث دی «الفقر فخری» یعنی زما فخر زما فقیری ده نو ځکه رحمن بابا په دې دُنیا کې ددې دُنیا نه کناره کشی خوښه کړه او په جار ئې ووئیل:
خو بیا هم رحمن بابا د چا نه څه نه ؤ غوښتی او خلقو به مالدار او شتمن ګڼلو:
د رحمن بابا دیوان د دُنیا نه په کناره او د رحمن بابا د قناعت په شعرونو ډک دی:
کلام نمونه
|